د کیسې کتابونه او بریښنایی کتابونه

ډبرې چیرته دی

د ټولنې د جوړولو په اړه د ماشومانو او کورنیو لپاره د کیسې کتاب

دا کتاب ستاسو ماشوم ته د مایوسۍ یا بې وسۍ معنی معرفی کوی. په دې کیسه کې، هادی د جاد سره مرسته کوی چې د مایوسۍ احساس سره تعامل په خاطر تر لس پوری وشمیری ترڅو د هغه سره د آرام کولو او ډیر روښانه فکر کولو کې مرسته وکړي.
• خپل ماشوم ته کتاب وښایاست او له هغه څخه وپوښتئ چې هغه د کیسې په اړه څه تمه لري.
• په یاد ولرئ چې کیسه په زړه پورې ډول ولولئ — د خپل بدن او مخ څرګندونه د تفهیم او تمثیل په هدف وکاروئ ترڅو واضح شی په کیسه کې څه پیښیږي.
• د خپل ماشوم د مایوسۍ د احساساتو په اړه له هغه سره خبرې وکړئ. جاد ولې مایوس شو؟
• د لوستلو له بشپړولو وروسته، له خپل ماشوم څخه وغواړئ چې کیسه بیرته په خپلو الفاظو تکرار کړي.
• خپل ماشوم د یو تر لسو د شمېرلو طریقه ور وښایاست تر څو آرامه اوسئ، او کله چې مو ولیدل چې هغه د مایوسۍ احساس کوي دا تګلاره ورته ورپه یاد کړئ.
• په کور کې د بالښت په کارولو سره د خپل ماشوم سره “د ماډل فاؤنټین جوړول” لوبه وکړئ.

دا کتاب د تلیفون یا ټابلیټ له لارې آنلاین لوستل کیدی شي او یاهم چاپ او مستقیم له کورنیو سره شریک کیدی شي.